پنجشنبه, ۲۸ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
جرمني او د اسلامي فعالیتونو بندیز؛ د اغېزناکو غږونو محدودول

(ژباړه)

جرمني د چهارشنبې په ورځ د «اینټر اَکټیف» اسلامي ډله ناقانونه اعلان کړه او د هغې د شتمنیو د ضبط خبر یې ورکړ. په ورته وخت کې یې د دوو نورو اسلامي ډلو پر وړاندې هم د پلټنې عملیات ترسره کړل.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د همغې ورځې په سهار يې د «جنرېشن اسلام» او «ریلي‌‎ټایټ اسلام» په اړه د لومړنیو پلټنو په چوکاټ کې، په هامبورګ کې ۷ ملکیتونه او په برلین او د هِسِن ایالت کې ۱۲ نور ملکیتونه وپلټل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ وویل: «موږ به د قانون له لارې په پوره ځواک سره د هر هغه چا پر وړاندې اقدام وکړو، چې زموږ په کوڅو کې خلافت ته دعوت کوي، د اسرائیلو او یهودانو پر ضد کرکه خپروي او د ښځو او لږکیو حقونو ته سپکاوی کوي».

په هغه لاریون کې چې د تېر کال د اپرېل په ۲۷مه د «اینټر اَکټیف» ډلې له خوا ترسره شوی و، داسې لوحې پورته شوې وې چې پرې لیکل شوي وو: «خلافت حل‌لار ده» او ویناوالو د اسلامي هېوادونو د ټولنیزو ستونزو د حل په توګه د خلافت د رامنځته کولو خبره کوله.

د جرمني امنیتي بنسټونه «اینټر اَکټیف» ډله چې په ۲۰۲۰ کال کې تاسیس شوې، له «حزب‌التحریر» سره تړلې او نږدې بولي؛ هغه ګوند چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په جرمني کې منعه شوی دی. تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د هامبورګ اسلامي مرکز هم ناقانونه اعلان شو او پر اړوندو دفترونو یې چاپه واچول شوه؛ دغه اقدام له اساسي قانون سره د نه سمون، د حزب‌الله د ملاتړ او له «یهودو سره د شدیدې کرکې» د ترویج په ادعاو سره توجیه شو.

یادونه: دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې بوندستاګ د ۲۰۲۴م کال د مې او جون په میاشتو کې د اکثریت رایو له لارې د «اینټر اَکټیف» د فعالیتونو د منعه کولو وړاندیز رد کړی و. خو له دې سره سره، د ۲۰۲۵م کال په نومبر کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت په ناڅاپي ډول د پخوانیو پرېکړو خلاف یو نوی تصمیم ونیو؛ له دغه اقدام څخه ښکاري چې موخه یې په سرکونو او کوڅو کې د فعالیتونو محدودول، په ټولنیزو شبکو لکه؛ ټیک‌ټاک او یوټیوب کې د اغېزناکو فعالیتونو کمول او د هر هغه منتقد غږ چوپول دي، چې د غرب له لوري ملاتړ کېدونکي یهودي دولت پر ضد نیوکه کوي.

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې